امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۳۹۴/۰۶/۰۴- ۱۴:۳۶ - مشاهده: ۲۶۸

نامه اول امام خامنه ای به جوانان اروپا و آمریکا به زبان پشتو

نامه اول امام خامنه ای به جوانان اروپا و آمریکا به زبان پشتو در تاریخ 21.01.2015 1393/11/1

 

نامه امام خامنه ای به جوانان اروپا و آمریکا به زبان پشتو
 

 

بسم‌ الله الرّحمن الرّحیم

په فرانس کښې تازه پېښې او په نورو ځینو مغربی ملکونو کښې دغه شان واقعاتو زۀ دې ته مجبور کړم چې د هغو په باره کښې نېغ په نېغه له تاسو سره خبرې وکړم. زۀ تاسوځوانان خپل مخاطب ګرځوم، نۀ په دې علت چې ستاسو پلارانو او مائېندو ته بې پامی‌کوم، بلکې په دې وجه چې ستاسو د ملتونو او ملکونو مستقبل ستاسو په لاسو کښې وینم او د حقیقت لټونې حس ستاسو په زړونو کښې زیات ژوندے او بېدار وینم. همدارنګ په دې لیک کښې ستاسو سیاستدانانو او واکمنانو ته خطاب نۀ کوم، ځکه چې زۀ په دې باور لرم چې هغوی په اګاهانه او شعوری توګه د سیاست لاره د صداقت او رښتینولۍ له لارې بیله کړې ده.

له تاسو سره زما خبره د اسلام په باره کښې ده او په خاصه توګه د هغه تصویر او څېرې په باره کښې ده چې د اسلام په باره کښې تاسو ته وړاندې کیږی. له تېرو شلو کلونو را په دېخوا یعنې تقریباً د شوروی اتحاد له تس نس کېدو وروسته زیات کوششونه شوې دی چې دغه ستر دین د یو ویروونکی دښمن په ځاے کښېنولے شی. د رعب او کرکې د احساساتو او جذباتو راپارول او ترې ګټه اوچتول له بده مرغه د مغرب په سیاسی تاریخ کښې یوه اوږده مخینه لری. دلته زۀ نۀ غواړم هغه مختلفې ویرونې چې تر اوسه غربی ولسونو ته القاء شوې دی بیان کړم. تاسو خپله د تاریخ په حقله وروستیو انتقادی مطالعاتوته په یوې کتنې سره وینئ چې په نویو تاریخ لیکنو کښې د دنیا له نورو ملتونو او تهذیبونو سره د مغربی حکومتونو غېر صادقانه او او له دهوکې نه ډک چلندونه غندلې شوی دی. له غلام او مریې ساتنې څخه د یورپ او امریکې تاریخ شرمسار دے، د استعمار له دورې څخه یې سر ټیټ دے، او په رنګین پوستکو او غېر مسیحیانو باندې له ظلم څخه خېځل دے، ستاسو محققان او مورخان د هغو وینې بیونو په وجه چې د کېتولکانو او پروټېسټانو ترمېنځ د مذهب په نامه او یا په وړومبی او دویم عالمی جنګونو کښې د ملیت او قومیت په نامه ترسره شوی دی ډېر زیات سر ټیټی دی.

دا چاره خپله یوه دستائېنې وړ چاره ده او زما مقصد هم له دغه اوږد لېسټ څخه د یوې برخې له بیانولو د تاریخ رټل او ملامته کول نۀ دی بلکې له تاسو غواړم چې له خپلو روشنفکرانو او روڼ اندانو تپوس وکړئ چې ولې دې باید په مغرب کښې تل عامه وجدان د څو لسګونو کلونو او کله کله د څو پېړیو په تاخیر او ځنډ سره رابېدار او راویښیږی؟ ولې دې باید په ډله ایز وجدان کښې بیا کتنه لرې تېر وخت ته معطوفه وی نه په ورځنیو مسائلو کښې؟ ولې له اسلامی ثقافت او تفکر سره د چلند د طریقې په شان په مهمه موضوع کښې د عمومی اګاهۍ له رامنځته کېدو څخه مخنیوے کیږی؟

تاسو ښۀ پوهیږئ چې سپکاوے او د موهومه نفرت او ویرې رامنځته کونه د دغو ټولو ظالمانه ګټو اوچتونو یوه بله ګډه زمینه وه او ده. اوس زۀ غواړم چې له خپل ځانه پوښتنه وکړئ چې ولې د ویرې اچونې او د نفرت خورونې د پخوانی سیاست هدف اوس دا ځل په بې مخینې توګه اسلام او مسلمانان ګرځېدلی دی؟ ولې په دنیا کښې د قوت او اقتدار جوړښت نن دا غواړی چې اسلامی تفکر ګوښې ته او شا ته پاتې شی؟ مګر په اسلام کښې څه معانې او ارزښتونه د سترو قدرتونو (سپر پاورز) د یو پروګرام د لارې خنډ دے او له اسلام څخه د غلط تصویر جوړونې په سیوری کښې یې کومه یوه ګټه پوره کیږی؟ نو بس زما وړومبنۍ غوښتنه دا ده چې پکار دی د اسلام په خلاف د دغې پراخې تورښودونکی بهیر د انګېزو او مقاصدو په باره کښې تپوس او لټون وکړئ.

دویمه پوښتنه مې دا ده چې د وړاندې فېصلې کونو او منفی پروپېګنډو په غبرګون (رد عمل) کښې دا کوشش وکړئ چې له دې مبین دین څخه نېغ په نېغه او بې واسطې شناخت او پېژندګلی حاصله کړئ. سلیم منطق دا تقاضا کوی چې لږ تر لږه په دې پوه شئ چې هغه څه چې تاسو مخ ګرځونې ته اړباسی او ویروی مو څه څیز دے او څه ماهیت او اصلیت لری؟ زۀ په دې باندې اصرار او ټینګار نۀ کوم چې له اسلام څخه زما مطلب اخېستنه یا هره بله ګڼنه ومنئ بلکې وایم چې د دې خبرې اجازه ورنۀ کړئ چې په نننئ دنیا کښې دغه متحرک او خوزنده او اثر کوونکے حقیقت (اسلام) په ککړو اغراضو او اهدافو سره تاسو ته دروپېژاندلې شی. اجازه ورنۀ کړئ چې په ریاکارانه توګه خپل بهرتی کړې شوی دهشتګرد او ترهه ګر تاسو ته د اسلام د نمائندګانو په توګه معرفی کړی. اسلام د هغۀ د اصلی سرچینو او د وړومبنیو او سوچه مآخذونو له لارې وپېژنئ. له اسلام سره د قران شریف او د خداے د ګران رسول صلی الله علیه و آله وسلم د ژوند له لارې اشنا شئ. زۀ دلته غواړم دا تپوس وکړم چې آیا تر اوسه تاسو خپله نېغ په نېغ د مسلمانانو قران ته مراجعه کړې ده؟ آیا د خداے د ګران رسول صلی الله علیه و آله وسلم تعلیمات او د هغه حضرت انسانی او اخلاقی درسونه مو لوستی دی؟ آیا تر اوسه مو له رسنیو نه بغېر د اسلام پېغام له نورو سرچینو څخه حاصل کړے دے؟ آیا چرې مو له ځانه دا پوښتنه کړې ده چې همدې اسلام څه ډول او د کومو ارزښتونو په بنیاد د پېړیو پېړیو په دوران کښې د دنیا تر ټولو لوے علمی او فکری تمدن وروزلو او د ډېرو اوچتو سائېنسدانانو، دانشورانواو متفکرانو تربیت یې وکړ؟

زۀ له تاسو غواړم اجازه ورنۀ کړئ چې له توهین او سپکاوی د ډکو تصویرونو په جوړولو سره ستاسو او د حقیقت ترمېنځ د احساساتو او جذباتو دیوال ووهی او له تاسو څخه د بې طرفه فېصلې کونې امکان واخلی. نن چې ارتباطی اوزارونو جغرافیائی پولې نړولې دی اجازه ورنۀ کړئ تاسو په مصنوعی او ذهنی پولو کښې محصور کړی.که څه هم هیڅوک په انفرادی توګه راپېدا شوی درزونه او فاصلې نۀ شی ډکولې خو له تاسو څخه هر یو کس کولې شی د خپل ځان او خپل چاپېریال د بېدارونې په ارادې سره په دغو درزونو او فاصلو باندې د فکر او انصاف یو پل جوړ کړی. د اسلام او ستاسو ځوانانو ترمېنځ له مخکې نه پلان شوے دغه خنډ که څه هم د خوښې وړ نۀ دے خو کولې شی ستاسو په لټونکو او جستجو کوونکو ذهنونو کښې نوی سوالونه راپېدا کړی. د دغو سوالونو د ځوابونو پېدا کولو لپاره کوشش ستاسو مخې ته له نوو حقائقو څخه د پردې اوچتېدو لپاره یو غنیمت فرصت رامنځته کوی. نو ځکه له مخکې فېصلې کولو نه بغېر په اسلام باندې د صحیح پوهېدنې او د هغۀ د درک کونې لپاره دغه فرصت او موقع ضائع نۀ کړئ چې کېدې شی د حقیقت په وړاندې ستاسو د ذمه وارۍ قبلونې په برکت راتلونکی نسلونه له اسلام سره د مغربی دنیا د چلند د تاریخ دا برخه په ډېرې کمې ناراضګۍ او زیات قراره او آسوده وجدان سره ولیکی.

سیّدعلی خامنه‌ای

21.01.2015

1393/11/1

 

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما