امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۳۹۴/۰۹/۱۰- ۱۵:۳۹ - مشاهده: ۲۳۳

دلویدیزو هیوادونو ځوانانوته د ایران داسلامی انقلاب د رهبر لیک

پیام دوم رهبر معظم انقلاب جمهوری اسلامی ایران به جوانان غربی به زبان پشتو

دلویدیزو هیوادونو ځوانانوته د ایران داسلامی انقلاب د رهبر لیک

بسم الله الرحمن الرحیم

دلویدیزو هیوادونو ټولو ځوانانو ته!

په فرانسه کې وروستیو ترهګریزو پیښو یو ځل بیا له تاسو سره خبرو کولو ته اړویستم.ماته ډیره خواشینونکې ده چې دا ډول پېښې دې خبرو کولو ته زمینه برابره کړی.خو حقیقت دادی چې که دا ډول ویروونکې پېښې دحل لارې موندلو او فکرونو یووالی ته زمینه برابره نکړی زیان به یې دوه برابره وی.

دنړۍ په هر ګوټ کې انسانی زیان دهغه همنوع ته خواشینونکی دی.لکه دیو کوچنی ماشوم کیسه چې د کورنۍ او خپلوانو پر وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوی.هغه مور چې د کورنۍ خوشالی یې په غم بدلیږی.هغه خاوند چې دخپلې میرمنې بی ساه جسد په وارخطایی سره یوې لورې ته ځغلوی.او یا هغه لیدونکی چې نه پوهیږی څو شیبې وروسته به دخپل ژوندد داستان وروستۍ پرده ووینی .هغه پېښې نه دی چې دانسان مینه ،عاطفه او احساسات را ونه پاروی. هر هغه څوک چې دانسانیت او مینې څکه یې کړې وی دا صحنې ورته ویرونکی او خواشینونکی دی .که دا پېښې په فرانسه او فلسطین کې او یا په لبنان او سوریه کې وی .دنړۍ یو نیم ملیارد مسلمانان همدا ډول احساس لری او ددې ډول پېښیو دعاملینو او ملاتړو څخه کرکه لری .خو مسله داده چې که دنن کړاوونه دیو خوندی او سوکاله سبا لپاره زمینه برابره نکړی نو یوازې به ترخې او بې اغیزې خاطرې تر شاه پریږدی.

زه باور لرم چې یوازې همدا تا سو ځوانان یاستئ چې د نن ورځې له ویروونکو پېښو نه په درس اخیستلو دخپل سبا لپاره لارې چارې برابرې کړئ او دهغه بې لاریو مخه ونیسئ چې لویدیزه نړۍ یې دې حالت ته رارسولې ده.

دا سمه ده چې نن  ترهګری زموږاو ستاسو دټولو شریک درد دی خو اړینه ده پوه شئ چې هغه ناامنۍ او ویره مو چې په دا تیرو پېښو کې تجربه کړه له هغه کړاوونوسره چې د عراق،یمن،سوریې او افغانستان وګړو له تیرو څو کالو راهیسې ګاللې او زغملې دی دوه عمده توپېرونه لری .

لومړی داچې اسلامی نړۍ په بیلابیلو اړخونو کې په پراخه کچه او داوږدې مودې راهیسې دترهګرۍ او تاوتریخوالی قربانی ده .دویم داچې په خواشینۍ سره دا تاوتریخوالی تل د نړۍ دځینو لویو او قدرتمنو هیوادونو  له لورې په بېلابېلو ډولونو او اغیزمنه توګه ملاتړ کیږی.نن په نړۍ کې داسې لږ خلک تر سترګو کیږی چې دنړیوال تر وریزم.القاعدې،طالبانو او دهغوې دنورو پاتې شونونه د امریکا دمتحدو ایالتونو له لورې له  تمویل،تجیز او ملاتړ نه ناخبره وی.ددې مخامخ ملاتړ تر څنګ د نړیوالې پېژندل شوی ترهګرۍ نه څرګند ملاتړددې سبب شوی چې  وروسته پاتې سیاسی نظامونو تل دلویدیزې نړۍ دملاتړو په ډله کې ځاې موندلی دی.

دا په داسی حال کې ده چې د نړۍ روښانه او پرمختللی فکرونه چې دخلکو له منځه راوتلی په سیمه کې په بې رحمانه ډول ځپل کیږی او دا چاره همداسې روانه ده .داسلامی نړۍ د ویښتیابه سره د لویدیزې نړۍ دوه ګونی چلند دلویدیزې نړۍ  د دوه ګونی سیاست څرګنده بېلګه ده.

ددې تضاد بله بڼه داسرایلو د ترهګریز دولت نه  په ملاتړ کې لیدل کیږی دفلسطین بې دفاع او مظلوم ولس له تیرو شپیتو کالو راهیسې په خپله سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو وحشی ډول تجربه کوی.که داروپا استوګن نن له څو ورځو راهیسې په خپلو کورونو کې پټیږی او دګڼې ګوڼې سیمو ته له ورتلو ډډه کوی .یوه فلسطینۍ کورنۍ لسګونه کاله کیږی چې ان په خپل کور کې هم د صهیونیستی رژیم دکړاوونو او وژوونکی ماشین نه خوندی نه ده .نن د تاوتریخوالی داسی ډول نه وینو چې داسرایلو له لورې د ښارګوټو جوړولو پرمهال له ترسره کیدونکی تاوتریخوالی سره یی پرتله کړو دا رژیم چې باید د خپلو نفوذ لروونکو ملاتړو او په ظاهره د نړیوالو خپلواکو بنسټونو له لورې ورټل شی هره ورځ دفلسطینیانو کورونه نړوی او دهغوې باغونه او کروندې له منځه وړی. پرته له دې چې هغوې ته دخپلو حاصلاتو دراټولولواو ان دکورنو نه دخپلې اړتیا وړ توکیو دوړولو مجال ورکړی. او دا ټولې ربړونې دکوچنیانواو دهغوې د میندو دویریدونکو سترګو پر وړاندی تر سره کیږی دوې دخپلو عزیزانو دربړونې،وهلو ټکولو او ان د شکنجو مرکزونو ته هغوې د وړلو شاهدان هم دی .ایا په نړۍ کې په دې ستره کچه او اوږد مهاله ربړونې بله بیلګه پیژنئ؟ پر سپین میدان داسرایلو تر پوزې پورې پر وسلو سمبال سرتیری پر وړاندی دیوې فلسطینې پیغلې د اعتراض په بدل کې پر ګولیو دهغې ویشتل ترهګری نه ده نو څه دی؟دا نا روا کړنی او بربریت دیو نیواکګر دولت دپوځیانو له لورې تر سره کیږی نو ځکه باید ورته بنسټ پالنه ونه ویل شی.هغه انځورونه چې له تیرو شپیتو کالو راهیسې په پرله پسی ډول دتلویزیون پر پردو لیدل کیږی نور نو باید زموږ وجدان را ونه پاروی.

په دې وروستیو کالو کی داسلامی نړۍ پر خلاف دلښکرو ویستل چې ګڼ قربانیان  یې تر شاه پریښودل دلویدیزې نړۍ دتوپیری چلند یو بله بیلګه ده.هغه هیوادونه چې تر تیری لاندې نیول شوی  نه یوازی چې انسانۍ ککرۍ پکې خاورې شوی بلکې دهغه هیوادونو اقتصادی بنسټونه هم نړیدلی او درانه زیانونه وراوختی دی .دهغوې داقتصادی پرمختګ مزل یا درول شوی او یا هم ورو شویدی.اوپه ځینو برخو کی خو ان لسګونه کاله شاته پاتې شویدی پردې سربیره په ډیره  بې شرمۍ او کبرجنه لهجه له هغوې غواړی چې ځانونه غمځپلی ونه ګڼی .څنګه کولای شو یو هیواد په کنډ واله بدل کړو او ښارونه او کلی یی خاورې ایری کړواو بیا ورته ووایو چې ځانونه غمځپلی مه شمیرئ .ددې پر ځاې چې خلکو ته ووایی دا فاجعې هیرې کړئ او یاهم ځان ناخبره ونیسئ غوره نه ده چې په رښتینې ډول بخښنه وغواړی؟هغه دردونه چې اسلامی نړۍ د لویدیزوالو د دوه ګونی سیاست او تیرې کوونکی بڼې نه ګاللی له مالی زیانونو نه کم نه دی .

ګرانو ځوانانو

زما هیله ده چې تاسو به نن او یا سبا دې جعلی ذهن ته بدلون ورکوئ.هغه دهن چې هنر یې د اوږدمهاله موخو پټول او دناولو غرضونو رامنځته کول دی .زما له نظره لومړی پړاو دامنیت او سوکالۍ رامنځته کول او ددې له تاوتریخوالی نه د ډک فکر سمونه ده.تر هغې چې دلویدیزې نړۍ پرسیاست د دوه ګونۍ کړنلاره حاکمه وی ، تر هغې چې ترهګری دهغې د نړیوالو ملاتړو له لورې په دوه برخو ښه او بد ونه ویشل شی او تر هغې چې د دولتونو ګټی پر انسانی اواخلاقی ګټو لوړې وګڼل شی نو د تاوتریخوالی ریښی باید بل چیرته ونه لټوو.

په خواشینۍ سره چې دوخت په تیریدو سره دا ریښی دلویدیزې نړې د سیاستونو تل ته ورغزیدلی او پټ یرغل یی رامنځته کړی دی.دنړۍ ډیر هیوادونه پر خپلو لرغونو دودونو ویاړی .هغه دودونه چې کالونه یې په سمه توګه  بشری ټولنې پیاوړې کړی او پاللې دی.اسلامی نړۍ هم له دې بی برخې نه ده خو په معاصره دوره کې لویدیزې نړې دپرمختللو وسایلو نه په ګټه اخیستنه دنړۍ په فرهنګی ورته والی ټینګارکوی .زه پر وړو ملتونوپه زوره د لویدیز فرهنګ منل او خپلواکو فرهنګونو ته په وړه سترګه کتل یو پټ  او ډیر زیان راوړونکی تاوتریخوالی ګڼم.بډایه فرهنګونو ته سپکاوی او دهغې خورا مهموبرخو ته نه پاملرنه په داسی حال کی تر سره کیږی چې  کینول شوی فرهنګ هیڅکله د ځای ناستې له وړتیاو برخمن نه دی دبېلګې په توګه دوه عنصره(منګولې لګول او اخلاقی بی بندوباری)چې په خواشینۍ سره د لویدیز پر اصیل فرهنګ اوښتې دهغې ځاې او ګرانښت نور خپلی وروستې کچې ته راښکته شویدی. اوس پوښتنه داده چې که موږ یو تیری کوونکی ،ځان غوښتونکی او مبتذل او بی معنا فرهنګ نه غواړو ایا موږ ګنهکار یو؟که موږ د ورانۍ دهغه سیلاب چې په هنری بڼه دتولیدشویو توکیو په څیر زموږدځوانانو پر لور را روان دی مخه نیسو ایا موږ ګنهکار یو ؟زه دفرهنګی پیوندونو له ارزښتونو انکار نه کوم که دا  پیوندونه په طبیعی او درناوی وړ شرایطو کې ټولنې منلې وی او دټولنی د پیاوړتیا او بډاینې سبب ګرځیدلی وی نوهغه پیوندونه یې  پروړاندی چې په نا ورته والی ،ناکامۍ او اجباری توګه رامنخته شوې وی ناکام او زیان راوړونکی دی .په ډیرې خواشینۍ سره چې د داعش په څیر دناولې او ګرغیړنې ډلې رامنځته کیدل هم دهمدغو نا کامو پیوندونو زیږنده ده .که ستونزه په رښتینې ډول دعقیدې له پلوه وی نو اړینه وه چې داستعمار له پېر نه وړاندې یی هم  په اسلامی نړۍ کې بیلګې لیدل شوی وای په داسی حال کې چې تاریخ ددې پرخلاف شاهدی ورکوی .تاریخې اسناد او شواهد دا په ډاګه کوی چې څه ډول استعمار په یو بنسټ پاله فکر سره  دیوې لرغونې قبیلی په زړه کې دبنسټ پالنې تخم وکاره .که نه نو څه ډول شونې وه چې دنړۍ دتر ټولو لوړو اخلاقو لرونکی اوانسانی مکتب څخه چې په بنسټ کې یی د یو انسان وژنه د ټول بشریت دوژلو په معنا ده د داعش په څیر یوه ناولې پاتې شونې ‌ډله سر راښکاره کړی؟

له بله پلوه بایدوپوښتو هغه څوک چې په اروپا کې زیږیدلی  او په هماغه چاپیریال کی یې روحی او فکری پالنه  شوې  له دغه ډلې سره یو ځای کیږی؟ایا باور کولای شو چې څوک دې جنګی سیمو ته  په یو یا دوه ځلی ورتګ ناببره دومره بنسټ پاله شی چې پر خپلو هیوادوالو ګولۍ وچلوی ؟هیڅکله باید دتاوتریخوالی پر چاپیریال  داوږد مهاله  ناسم فرهنګ اغیز له یاده ونه باسو په دې برخه کې باید هر اړخیزه شننه ولرو هغه شننه چې دټولنې پټ او څرکند ککړوالی ومومی ښایی د کرکې هغه تخم  چې دلویدیزوالو په زړونوکې د لویدیزې نړۍ د اقتصادی پرمختګ او هوساینې د کالونو په دوران کې کرل شوی  داسی کینې یی رامنخته کړی چې هره یوه په ناروغه ډول راسپړل کیږی.

په هر حال دا تاسو یاستئ چې باید دخپلې ټولنې څرګندې خواوې راوسپړئ .دکینې غوټې ولټوئ .تشې باید دهغې د پراخیدو پر ځای ورغوئ  دترهګرۍ پر وړاندی دمبارزې تر ټولو لویه تیروتنه هغه بی ځایه غبرګونونه دی چې اوسنې ترینګلتیا یی رامنځته کړی ده هر بیړنی او احساساتی حرکت چې پر بنسټ یې په اروپا او امریکا کی میشتې مسلمانې ټولنې چې له ملیونونو مسولیت منونکو انسانانو جوړی شوی له ویری او یوازیتوب سره مخ شی او له پخوا زیات له خپلو حقه حقوقو څخه بی برخې شی او دخلکو له نظره یی څنډی ته کړی نه یوازی داچی ستونزه نه حل کوی بلکې واټن به ژور او کینی به لا پیاوړې او پراخه کړی .بابیزه او غبرګونی تدابیر په ځانګړی ډول چې قانونی بڼه غوره کړی سربیره پر دې چې اوسنیو ډلبندیوته به پراختیا ورکړی بلکی نورو ناورینونوته به هم لار هواره کړی او بله ګټه به ونه لری .دترلاسه شویو خبرونو پر بنسټ په ځینو اروپایی هیوادونوکې داسی مقررات نافذ شوی چې خپل وګړی دمسلمانانو پر خلاف جاسوسۍ ته اړباسی .دا ډول کړنې ډیرې ظالمانه دی او پر دې ټول پوهیږو چې ظلم بیرته راګرځیدونکی خاصیت لری چې په هغه صورت کې مسلمانان د دا ډول ناشکرې وړ نه دی .له پیړیو راهسی د باختر نړۍ مسلمانان په ښه توګه پیژنی په هماغه ورځ چې لویدیز وال د مسلمانانو په خاوره کې میلمانه شول نودکور دخاوند پر شتمنیو یی سترګې ښخې کړې او کله چې کوربانه شول نو پرته له دې چې دمسلمانانو د کار او فکر نه یی ګټه پورته کړه مسلمانانو دهغوې مهربانی او شفقت ونه لیده.

له همدی امله زه له تاسو ځوانانو غواړم چې دیو کره او ژور تحلیل له مخې او دتیرو ترخو تجربو نه په ګټه اخیستنه له اسلامی نړۍ سره دراشه درشه یو شریفانه او معقوله لار غوره کړئ. په دې توګه به په نږدی راتلونکی کې ووینئ چې هغه لار چې تاسو غوره کړې دسکون ، ډاډګیرنې او بارو سیوری به ددغه لارې دجوړونکو پر سر راشی اوهغوې ته به دیو روښانه راتلونکی زیری ورکړی

سید علی  خامنه یی

دلیندۍ اتمه ۱۳۹۴ 

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما