امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۱/۱۰/۰۶- ۱۴:۴۳

د حضرت فاطمه زهرا ع سلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د تسلیت مراتب

په جلال اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت سرقونسلګرۍ د فاطمیه لسیزې په مناسبت د اسلام د سترې میرمنې د شهادت په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمان ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوی.

 هغه ستر او سپیڅلی ذات، هغه ستر انسان او د بشریت ښوونکی، لکه د هغې د نوم فاطمه چې معنی یې له شر او بدی څخه قطع شوی، د شر او فتنی د له منځه وړلو لپاره ودرېد او مبارزه یې وکړه. د اسلام په تاریخ کې هغه تل د یوې سترې اتلې او د ازادۍ د الهام، عدالت غوښتونکې، د ظلم او تبعیض په وړاندې د مبارزې د یوې سترې اتلې په توګه ځلیږی.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما