د ایران اسلامی جمهوریت جنرال قونسلګرۍ د افغانستان په ننگرهار ولایت کې

بسم الله الرحمن الرحیم

د تاسیس کال او تاریخچه

د ایران اسلامی جمهوریت جنرال قونسلګرۍ د افغانستان په جلال آباد کې

 

په کال 1377 د سلواغی د میاشتی، د ایران اسلامی جمهوریت جنرال قونسلګرۍ د ښاغلی محمد رضا بهرامی طاقانکی له خوا په ننگرهار ولایت کښی پرانیستل شو.

 

د دغې قونسلګرۍ چارې تر 1379 کال پورې دوام درلود، خو له هغه وروسته د ۸ کلونو لپاره د ځینی مشکلاتو له امله ودرول شو، چې د 1378 کال وږی میاشتې کښی د ښاغلی مهران غلام رضا خراسانی د قونسلګرۍ د سرپرست په توګه دغه اداره پرانستله او د 2 کلونو څخه وروسته د لړم د میاشتی په کال1389 کښی د هغی ماموریت پای ته ورسید.

د ښاغلی مهران خراسانی له راستنېدو وروسته دغه اداره د څه مودې لپاره له مرکز څخه د لېږل شویو موقتو سرپرستانو له خوا پر مخ وړله کیده، چی په دی ترتیب سره او، ښاغلی مرتضی جاودان د لنډ وخت لپاره د موقتی سرپرست و او له هغه وروسته د 05/08/1389 څخه بیا ښاغلی احمد رضا ارزجانی د 1390 کال د وږی تر میاشتې پورې او د تله میاشتی څخه د ګب میاشتې تر ورستی نتیې پورې ښاغلی سید علی اصغر عربلو د چارو مسؤل و.

ښاغلی حیدر میرزایی مزرعه په 07/01/1391 د جلال اباد په نمایندګی کښې د جنرال قونسل په توګه وګمارل شو او تر څه باندې ۴ کلونو وروسته یې د 1395 کال د غبرګولی د میاشت کښې دنده یی پای ته ورسوله.

د دی اداره چاری بیا د یو کال لپاره د لنډمهاله سرپرستانو لخوا پرمخ وړل کیږی. په دې موده کښې په ترتیب سره: علی اکبر بابا او عباس اسکندری خلیلانی د قونسلګرۍ مسؤلینو په ټوکه کار کوو. ښاغلی امیر حسینی په 29/02/1396 نېټه د سرقونسل په توګه وګمارل شو او د ۱۳۹۹ کال تر نیمایی پورې یې د قونسلګری مشری کوله.

د ښاغلی حسینی د ماموریت له پای ته رسیدو وروسته 22/05/1399، ښاغلی مجید صادقی دولت آبادی د لړم د میاشتی په کال 1399 راهیسې د قونسلګرۍ سرپرست په ټوکه ماموریت ترسره کوی.