امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۱/۱۰/۱۳- ۱۰:۰۶ - مشاهده: ۷۸

په جلال آباد کی د ایران سرقونسلګری اعلامیه، د ډګر جنرال حاجی قاسم سلیمانی د شهادت په مناسبت

.

د اسلامی امت ویاړلی مشر ډګرجنرال قاسم سلیمانی له بزدلانه وژنې درې کاله تېر شول.     

په جلال آباد کښې د ایران اسلامی جمهوریت سرقونسلګرۍ او د ایران ملت سره په ګډه د ډګرجنرال حاجی قاسم سلیمانی یاد او نوم شهید حاجی قاسم سلیمانی او د هغی شهیدان ملګری و ستر مجاهد ښاغلی ابو مهدی المهندس د تسلیت مراتب وړاندی کوی.

جنرال شهید سلیمانی د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او ثبات رامینځته کولو لپاره د ایران اسلامی جمهوریت ستراتیژیکو سیاستونو په چوکاټ کې غوره رول ولوبول او په سیمه کښی له نړیوال ترورېزم او تروریستی ډلو سره د مبارزی لپاره موثر اقدامات ترسره کړ چی له همدې امله دا ویاړلی شهید د تروریزم سره د مبارزې نړیوال اتل او د سولې مشر لقب ځان ته وقف کړ.

د امریکا حکومت د ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا په ګډون په درواغجنو ادعاوو سره په ښکاره توګه د نړیوالو قوانینو او اصولو او همدارنګه د ۱۹۴۹ کال د جنیوا کنوانسیون (نړیوال بشری قانون) او د ۱۹۰۷ کال د هاګ کنوانسیون (د جنګ قانوانین) نقض کړ او د ایران اسلامی جمهوریت د یوی لوړ پوړی چارواکی په توګه د جنرال شهید سلیمانی پر ضد یی تروریستی برید پلان جوړ او هغه هم په کوربه هیواد (عراق) کښې د یوی رسمی ماموریت په ترڅ کښې خپل تروریستی پلان پلی کړ.

د امریکا متحده ایالات د حقوقی او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د دې جنایت په اړه مشخصه نړیوال مسوولیت لری او په دې برخه کښې د دې تروریستی جنایت ټول عاملین، قوماندانان، مدیران او عاملین مسوول دی او پر همدې بنسټ د ایران بهرنیو چارو وزارت او د ایران اسلامی جمهوریت قضائیه قوا له نورو اداراتو سره په ګډه عدالت ته د معافیت چلند د قانونی اصولو په بنیاد، د عدالت په وړاندې هغوی د ځواب ویلو لپاره خپل ټاکلی اهداف تعقیبوی.

د اسلامی هیواد سپېڅلی او محبوب قوماندان له لاسه ورکول ترخه خبره ده، خو د هغه مبارزې دوام او وروستۍ بریا ته رسېدل به د قاتلانو او جنایتکارانو خوله به نور هم تریخ کړی

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما