امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۱/۱۰/۱۴- ۱۰:۱۵ - مشاهده: ۱۵۵

د فارسی ژبی،د ویب پر بنسټ تعلیمی سیسټم

.

په نړۍ کښې د فارسی ژبی د استادانو او د زده کړی مرکزونو د پام وړ.

شاوخوا دری زره ساعته کار د دې سیسټم د لومړنی تولید لپاره ترسره شوی او دا سیسټم یو ویب اپلیکیشن دی او د براوزر پرته بل کوم سافټویر ته اړتیا نلری او په ټولو بریښنایی وسایلو کښې د کارولو وړ دی. په دې سیسټم کې، یو فولډر د کارکوونکو لپاره ساتل کیږی او ښوونکی ته د مختلفو پلانونو امکانات برابروی.

د مجازی روزنیز چوکاټ، د سعدی بنسټ د تعلیمی معیار سره سم، د ابتدایی درجې څخه د منځنۍ کچې او تر پایه پورې د فارسی ژبی زده کړې بشپړ کورس چمتو کوی. دا روزنیز کورس د حکم په تدریس تمرکز کولو سره د فارسی زده کوونکی ټول څلورو واړه مهارتونه پیاوړی کوی. د فارسی ژبی زده کوونکی په اسانۍ سره د چوکاټ کتاب بشپړ محتویات په ویب پاڼه او ګرځنده تلیفونونو کښې د 100 څخه د زیات لنډو تعلیمی ویډیوګانو په مرسته زده کوی او د تجربه لرونکو ښوونکو له ملاتړ څخه په متقابل چاپیریال کښې به هم محال توکه او غیر هم محال  توکه ګټه پورته کوی. همدارنګه، ښوونکی کولی شی د دې سیسټم د مدیریت اسانتیاوې پکارولو سره خپل ټولګی نور هم ګټور کړی او د خپلو زده کونکو دندو ته په بریښنایی ډول اصلاحی نظر ورکړی.

د چوکاټ د مجازی روزنې معلوماتی کڅوړه، د ژبې فعالیت پر بنسټ، 35 درسونه لری او د جوړښت له مخې په 12 فصلونو کښې طبقه بندی شوی. د ټولو کورسونو مضامین ورته جوړښت لری؛ هر درس د ادراک په مهارتونو سره پیل کیږی او د تعلیمی ویډیوګانو په لیدلو او د تشخیصی او نیمه تشخیصی تمرینونو د حلولو وروسته زده کوونکی کولی شی د درس په پای کښې په ورکړل شوی تمرینونو په اسانۍ سره کار کړی.

د چوکاټ د مجازی روزنې د کڅوړې د مهمو ځانګړتیاو څخه

  • تفصیلی نصاب او د ځانګړی معلوماتی پلان لرل
  • مشخص جوړښت او ساده معلومات
  • د لنډو تعلیمی ویډیوګانو شتون
  • ډیری کارول شوی معلوماتی برنامی د ژبې پر بنسټ
  • د ژبی په څلورو مهارتونو او فعالیتونو باندې تمرکز کول د ژبی د پیاوړتیا په خاطر
  • د کورس په اوږدو کښې د ژبې زده کوونکو ته د استادانو علمی ملاتړ، په یوه متقابلی فضا کښې په هم محاله توکه و غیر هم محاله توکه.
  • د ژبې زده کوونکو ته د اصلاحی او کورنی ډندی چمتو کولو امکان

دا سیسټم د ابتدایی کچې څخه تر پورته د ژبې زده کونکو لپاره ډیزاین شوی.

ګرانو زده کوونکو، د سیسټم کارولو لپاره، باید د خپل ښوونکی څخه د بلنې لینک ترلاسه کړی.

          د نورو معلوماتو ترلاسه کولو او سیسټم ته د ننوتلو لپاره دا لینک وکاروئ.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما