امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۱/۱۰/۲۷- ۱۵:۴۰ - مشاهده: ۸۰

د تهران د کتابونو 34م نړیوال نندارتون - ثور 1402

.

په داسې حال کې چې د نړیوال خپرندوی شرکتونو لپاره د ویب پاڼې او الکترونیکی راجستریشن پورټل معرفی کیږی، د تهران په 34م د کتاب نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره د بهرنیو خپرونکو نوم لیکنه د قوس له 19م څخه پیل او د 1401 کال د دلو تر 30م پورې به دوام ولری.

 خپرونکی، کلتوری بنسټونه، نهادونه، اتحادیی، خپرونکی موسسې، ادبی ادارې او د نړیوال نور کلتوری فعالان کولی شی د 1401 کال د جدی میاشتی څخه د تهران د 34م د کتاب نړیوال نندارتون په نړیواله برخه کې نوم لیکنه وکړی.

د ایران د کتاب او ادبیاتو ماڼۍ د تهران د ۳۴م د کتاب نړیوال نندارتون او مرکزی دفتر په توګه د ۱۴۰۱ کال له جدی څخه د حوت تر پنځلسمې نیټې پورې، خپرونکو، کلتوری بنسټونو، نهادونه، انجمنونو، خپرندویه موسسو، ادبی اداری او نورو کلتوری مراکز ته بلنه ورکوی چی د کال 1401 د جدی میاشتی څخه د حوت د میاشتی تر ۱۵م نیټه پوری  نندارتون کی د ګدون لپاره شرایط  مطالعه کړی او د نوم لیکنې لپاره په ورکړل شوی ketab.ir ویب پاڼې کی اقدام وکړی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د خپرونو د صنعت د ظرفیتونو د ښه پیژندنې لپاره په نړیوالو برخو کې د کلتوری اړیکو د پراختیا، د ایرانی او بهرنیو خپرونکو ترمنځ د مسلکی اړیکو د بنسټ ایښودلو او د پرمختګ لپاره ستونزو ته د حل لارو موندل. د نړیوالو خپرونو له خپرونکو، کلتوری بنسټونو، نهادونو، انجمنونو، خپرندویه موسسو، ادبیاتو ادارو او د نړیوالو فرهنګی مراکز له خوا د تهران د کتاب د ۳۴م نړیوال نندارتون په نړیواله برخه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او دا نندارتون به په دوه ډوله حضوری او مجازی توګه به ترسره شی.

د تهران د کتاب نړیوال نندارتون د هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو او خبرو اترو او د هېواد د خپرونو د سکټور د ظرفیت د لوړولو ځای دی، نو په تهران کې مېشت بهرنی سفارتونه کولای شی چې د دغه نندارتون له سکرتریت سره په ۰۲۱-۶۶۴۱۵۵۴۰ شمېره اړیکه ونیسی او د خپلو هېوادونو د حضور او شرایطو په اړه معلومات ورکړی.

د نړیوالو خپرونکو لپاره ویب پاڼه او بریښنایی راجستریشن پورټل

www.ketab.ir

ویب پاڼه

https://register-int.tibf.ir

 د بریښنایی راجستریشن برخه

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما