امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۲/۰۶/۲۸- ۱۵:۵۱
28 شهریور 1402 - 15:51
د لوی څښتن په نامه

د ژمنو د نه پوره کولو په اړه د اروپایی ټولنې د څرګندونو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د ایران اسلامی جمهوریت د آمریکا په غیرقانونی ټوګه وتل د برجام اتومی ټرون څخه د دوه ګونی عمل او د شک په سترګه ګوری. د ایران اسلامی جمهوریت د اروپایی ټولنې او د دریو اروپایی هیوادونو پریکړه د اټومی موافقې د اتم کال ترپایه د نه ترسره کولو اړوند یو غیرقانونی او مغرضانه عمل بولی او د برجام د موافقی د 2231 پریکړه لیک پر اساس د هغوی دا کړنلاره ته د کړکیچ د رامینځته عمل ګڼی. د ایران اسلامی جمهوریت د امریکا وتلو د برجام موافقی څخه یو غیرقانونی عمل بولی او د تازه بندیزونو د لګولو په غبرګون کښې د برجام د موافقی ۲۶ او ۳۶ مادو پرساس، او د خپلو حقوقو څخه د دفاع په چوکاټ کښې د تاوان جبرانول اړوند ګامونه اخستل د برجام د طرزالعملونه څخه بولی. د ایران د اټومی اقداماتو په ځواب کښې د اروپائی ټولنې او دریو اروپائی هیوادونو د مسولیتونو د نه پوره کولو پریکړه په بشپړه توګه له قانونی منطق څخه یو تش عمل ده، ځکه ایران له اټومی موافقې څخه د امریکا په وتلو سره اروپایی هیوادنو ته د ددی عمل جبرانولو په خاطر یو کال فرصت ورکړل. له هغې وروسته ایران هم په تدریجی ډول د خساراتو د جبرانول په خاطر اروپایی اتحادیی ته د خسارې جبرانوال فرصت برابر کړ او د ډیپلوماسۍ لاره خلاصه وساتلو. دا د منلو وړ نه ده چې اروپایی ټولنه او دری اروپایی هیوادونه دا غیرقانونی اقدام د ایران د کړنلارو خلاف مستند کړی چې دا کار په بشپړه توګه قانونی او د امریکا د وتلو د اټومی موافقی څخه او د اروپایی ټولنې او د دریو اروپایی هیوادونو د بې کفایتۍ په غبرګون کې وو. د ایران کړنې له حقوقی اړخه په بشپړه توګه قانونی دی او دا موضوع پخپله اروپایانو هم منلې ده.

د اروپایی هیوادنو دا اقدام به د برجام اړخونو لپاره د تریخوالی د کمولو و مناسب چاپیرال په رامنځته باندی به منفی اغیزی ولری.

د ایران د اسلامی جمهوریت معیارونه تل عمل کول او د نور هیوادونو په څیره خبری ندی. د اروپایی هیوادنو ادعاوی د برجام اړوند د برجام د موافقی سره یو متناسب عمل ده.

په دې کې شک نشته چې د ایران اسلامی جمهوریت به د اټومی موافقې په چوکاټ کښې او د خپلو حقوقو په ړنا کښې د دغه غیرقانونی، پارونکی اقداماتو او د اروپایی ټولنې( فرانسې، جرمنی او انګلستان) د برجام د موافقې په چوکاټ کښې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک پر اساس سرغړونکو ته به ځواب ووایی.

موږ اروپایی خواوو ته خبرداری ورکوو چې د کړکیچ رامینځته کوونکو اقداماتو ترسره کولو او غوره کولو په اړه چې یقینا به د دوی ترمینځ د اړیکو مدیریت پیچلی کړی او د همکارۍ پروسې باندې به منفی اغیزه ولری.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما