د فلسطین د خلکو هولوکاسټ باید ودرول شی.
نړۍ به هیڅکله هم د فلسطین مظلومو خلکو په وړاندې د قدس اشغالګرو ځواکونو له خوا ترسره شوی جنایتونه او په ځانګړې توګه د فلسطینی ښځو او ماشومانو له حقوقو څخه سرغړونې هیرې نه کړی.
مدیترانې بحیرې ته د امریکا الوتکې وړونکې بیړۍ استول هم د فلسطین ملت پرضد د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د امریکا د عملی ګډون په معنا دی، بې له شکه د فلسطین روښانه راتلونکی د نن ورځې د ماشومانو او د دې خاورې د سبا د راتلونکې جوړونکو په لاس کې دی او دا هغه څه دی چې غاصب صهیونیسټی رژیم تل ترې ویره لری.