امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۲/۰۹/۰۸- ۱۵:۳۳ - مشاهده: ۱۵۵
تعداد بازدید:155 8 آذر 1402 - 15:33
د ایران اسلامی جمهوریت د ولسمشر وینا

د ایران اسلامی جمهوریت د ولسمشر وینا

د نوامبر د ۲۹مه نیټی د رارسیدو په مناسبت، د فلسطین له خلکو سره د یووالی ورځې، غواړم یوځل بیا د هغوی د آرمانونو د ترلاسه کولو په خاطر د خپل ملت او هیواد په استازیتوب له فلسطین سره د ایران اسلامی جمهوریت حمایت اعلان کوم.

د نوامبر ۲۹مه د غاصب صهیونیسټی رژیم له خوا د فلسطینی خاورې د اشغال څه دپاسه اوه لسیزو او د فلسطینی ولس د پرله پسې دردونو او کړاوونو او پر مظلوم فلسطینانو باندې د ظلم او بې عدالتۍ د دوام ورځ دی. سږ کال دا ورځ په داسې حال کې لمانځو چې د فلسطین مظلوم ملت او د غزې اوسیدونکو په وړاندې د صهیونیسټی نژادپرست رژیم جنایتونو ته نړۍ سترګې پټې کړې او د دغه جعلی او موقتی رژیم د فلسطینانو پر وړاندی یوه نوې د ظلم او نفرت پاڼه یی پرانیستلی دی. د ولسی وګړو پراخ وژنه، پر روغتونونو، کلیساګانو، ښوونځیو بریدونه، د غزې د خلکو لپاره د اوبو، خوراکی توکو، سونګ توکو او درملو پرې کول، د زرګونو خلک کډوالی او بې ځایه کېدل، د خبریالانو وژل او د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو پر ودانیو بریدونه، دا هر څه د نړیوال او خلکو د سترګو په وړاندې پیښیږی، لویدیځ هیوادنونه چی بشری حقونو ادعاوی کوی په ځانګړې توګه امریکا او ملګری یې د دغو جنایتونو په ترسره کولو کې د اشغالګر رژیم ملاتړ دی.

صهیونیسټی رژیم په دې وروستیو اونیو کښې د تاریخ له ټولو جنایتکارانو څخه د برترۍ ګولۍ غلا کړې دی، د څه دپاسه 14000 زره بې ګناه خلک چې 5000 زرو څخه زیات یې ماشومان دی په شهادت رسولی دی، د ملګرو ملتونو د 100 څخه زیات کارکونکو وژل او له 500 څخه د زیاتو خبریالانو وژل، دا ټول د یوه داسې رژیم د بد اخلاقۍ ښکارندویی کوی چې هیڅ یو نړیوال قانون ته احترام نلری او د نړۍ د سترګو په وړاندې په پوره بې رحمۍ سره په ښکاره تیری، جنګی جنایتونه، د بشریت ضد جنایتونه او نسل وژنه ترسره کوی.

د ایران اسلامی جمهوریت د فسلطین مظلوم ملت پر مسلم حق باندی تیڼګار کوی او د اشغالگرو په وړاندی د ملګرو ملتونو او نړیوال آزادی غوښتونکی سره د صهیونیسټی رژیم په خلاف ټول ته دعوت ورکوی ترسوه د صهیونیسټی رژیم د نسل وژنې د پای ته رسولو او د فلسطین د خلکو ته د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره کار وکړی. باید وپوهیږو چې ظلم ای رسیږی او د فلسطین خلک به خامخا د دې جګړی ګټونکی به وی.

ایران اسلامی جمهوریت د فلسطین د مظلوم ولس د هر اړخیز ملاتړ په دوام او د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او اشغال په وړاندې د فلسطین د ځوانانو د مشروع دریځ او مقاومت ته په درناوی په ټینګار سره له نړیوالې ټولنې غواړی چې د فلسطین د مظلوم ملت هر اړخیز ملاتړ وکړی.

د ایران اسلامی جمهوریت په دې باور دی چې د فلسطین د مسئلې یوازینۍ اصولی حل لاره د فلسطین د تاریخی خاورې د منظم اشغال ختمول، د فلسطینی کډوالو بیرته راستنیدل او د هغوی د خپلواکۍ له حق څخه استفاده ده. په دې لړ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت پلان چې د کډوالو راستنیدو او د فلسطین د اصلی خلکو په شمول د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو په شمول د ډیموکراټیکو اصولو او نړیوالو قوانینو په اساس ټولپوښتنې ترسره کولو په هکله په ملګرو ملتونو کښی رسمی‌توګه ثبت شوی دی چی د پخوانیو ناکامو پلانونو لپاره یو مناسب بدیل دی؛ دا پلان هڅه کوی چې د فلسطین مسله له قانونی نقطې څخه حل کړی او د خپلواکۍ د حق او د ټولو فلسطینی کډوالو د راستنیدو په اساس ټوګه حل کړی.

په پای کې یو ځل بیا د صهیونیسټی رژیم د تیریو په وړاندې د فلسطینی ځوانانو مقاومت او میړانې ته درود وایم او د هغوی مقاومت و مبارزه د آزادی او بریا لپاره دعا کوم.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما