امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۲/۱۰/۱۱- ۰۷:۳۴ - مشاهده: ۶۲

د بی بی فاطمې د زوکړې، د فلسطین د مقاومت څخه ملاټر او قدس د شهیدانو تلین

د واړو جهانونو سرداره (بی بی فاطمې (س) د زوکړې، فلسطین مظلوم ملت د مبارزی او مقاومت د لارې اتل شهید قاسم سلیمانی تلین، مراسم په جلال اباد کې د ایران اسلامی جمهوریت سرقونسلګرې په ودانې کې ترسره شول، چې پدی مراسمو کی د ننګرهار ولایت مرستیال والی مولوی سعید احمد بنوری، د علماو شورا رئیس مولوی حضرت جان حنفی، په ختیځ سیمه کی د بهرینو چارو وزارت استازی مولوی فضل الهادی احمد او د ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼ شمیر چاراکو ګډون درلود.

دغه مراسم د قران کریم په څو مبارکو آیتونو او ترانی د بی بی فاطمی الزهرا(س) په وصف سره په پیل شو، د قونسلګرۍ مرستیال بهرام جمالی میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د بی بی فاطمې (س) او د حضرت امام خمینی (رح) د زوکړې کلیزې په ویاړ او د اتل شهید سردار سلیمانی څلورم تلین په مناسب مونږ نن د بې دفاع فلسطینیانو د ملاټر په موخه سره راټول شوی یوو او د اسلام د پرمختګ دغه جنرال په ایران کې د میدان سړی په نوم یادیږی.

هر هغه څه چې نن یې مونږ په فلسطین کې شاهدان یوو، د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو پر وړاندې د غزی مظلومو او بې دفاع خلکو د صبر او استقامت نتیجه ده؛ لکه څنګه چې په قرآن کریم کې راغلی؛ اِنَّ اللهَ مَعَ الصّابِرین، د ظلم پر وړاندې د مقاومت او د باطل پر مخ به د حق بشپړتیا ډیر زره را نښکاره شی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د صبر او مبارزې پایله د دې سبب شوه چې امریکا له شلو کلونو وروسته له ذلت او خوارۍ سره له دې هېواده وشړل شی.

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې د اسلام په تاریخ کې یوه مهمه مسله د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ یووالی دی. په اسلامی نړۍ کې د پخوا په پرتله د وحدت پر اهمیت ډیر ټینګار کیږی، خو د وحدت اهمیت لنډمهاله او انتقالی موضوع نه ده، یا د دینونو او جغرافیې د وحدت معنی نه لری، بلکې له دې څخه لوړ هدف دی. نن ورځ زمونږ وحدت په خپل حقیقی معنی کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامی امت واحد د زیاتو ګټو د ساتلو لپاره یووالی دی. د دې یووالی سمبول په تهران کې د فلسطین په کنفرانس کې راڅرګند شو او د ویاړ خبره ده چې د افغانستان هیواد د نورو اسلامی هېوادونو په څېر په دې غونډه کې ګډون او د فلسطین له ولس څخه یې ملاتړ وکړ.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما