امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۲/۰۹/۱۳- ۰۷:۴۴ - مشاهده: ۱۱۴

د ایران اسلامی جمهوریت د ویزی د ترلاسه کولو اړوند اطلاعیه!

په جلال‌آباد کښی د ایران اسلامی جمهوریت سرقونسلګری ټولو درنو مراجعینوته ښه راغلاست وایی، دا نمایندګی هڅه کوی هر څومره چی ژر شونی وی د افغانستان معززو خلکو ته خپل غوره خدمتونه وړاندی کړی او په ویاړ سره دا نمایندګی ستاسو رغنده نظرونو ته هرکلی وایی.

درنو مراجعینو، لاندی مواردو ته پاملرنه وکړی:

  • د قونسلګری کاری وخت د شنبی څخه تر چهارشنبی د سهار ۳۰: ۸ څخه تر ۳۰: ۱۱ بجو پوری او د ماسپښین له ۰۰:۲ څخه تر۰۰:۴ بجو پوری دی.
  • د ایران اسلامی جمهوریت د ویزو لپاره غوښتونکی کولای شی په لاندی دوه لارو د ویزی فورمه ډک کړی:

الف: په مستقیم ډول په http://evisa.mfa.gov  کښی د بریښنایی ویزی لپاره ثبت نام وکړی او بیا په حضوری ډول کنسولی برخی ته مراجعه وکړی.

ب: یا د ځایی آنلاین ثبت نام دفترونو ته مراجعه وکړی- د لا زیاتو معلوماتو لپاره، ټولو محترمو مراجعینوته چې د دې دفترونو له لارې د ویزې غوښتنلیک فرم ډکوی، خبرورکول کیږی چې دا دفترونه مکلف دی چې د خدماتو وړاندې کولو لپاره د هر شخص څخه حداکثر 300 افغانۍ واخلی.

  • ګرانو غوښتونکو، مهربانی وکړی په یاد ولری چی د فورمی له ډکولو وروسته ټول کارونه په شمول: د اسنادو وړاندی کول، مرکه کول او د ویزی اخیستل د ایران اسلامی جمهوریت د سرقونسلګری په داخل کښی ترسره کیږی او په کلکه سپارښتنه کیږی چی غیر رسمی اشخاصو ته مراجعه کولو څخه ډده وکړی او د نکولو په صورت کښی د ټولو بدو پیښو پایلی به د ویزی غوښتونکو په غاړه وی او په دی برخه کښی قنسولګری هیڅ ډول مسولیت نلری. مهربانی وکړئ، که تاسود  کوم دفترونو یا کمیشنرانو لخوا کومه احتمالی سرغړونې ګورئ، نو مهربانی وکړئ په مستقیم ډول یې جنرال قونسلګرۍ ته خبر ورکړئ ترڅو موضوع ژر تر ژره تعقیب شی.
  • د ایران اسلامی جمهوریت د ویزی ترلاسه کولو لپاره باید د ویزی غوښتونکو د پاسپورتونو د اعتبار موده د ۶ میاشتو څخه کمه نه وی. همدارنګه ضروری ده چی پاسپورت لرونکی شخصاْ د مصاحبی لپاره قنسولګری ته مراجعه وکړی. (پرته د خاصو مواردو څخه).
  • د ایران اسلامی جمهوریت د ویزې اړوند ټاکل شوی بیه (مبلغ) په یورو دی او باید اعلان شوی مبلغ په جلال‌آباد کښی پښتنی بانک څانګی کښې تحویل او بیا د بانک آویز د قونسلی برخې مسئولینو ته وسپارل شی. ګرانو غوښتونکو، مهربانې وکړئ په یاد ولری که چیرې کومی‌پیسې په هر حالت او شرایطو که د ایران اسلامی جمهوریت بانکی حساب ته واچول شی بیرته نه ورکول کیږی نو له همدې امله، غوښتنه کیږی چې د کوم اقدام کولو دمخه، د خپل اعلام شوی مبلغ او د خپل سفر څخه ځان ډاډمن کړی.

                 په درنښت سره

     په جلال آباد کښی د ایران اسلامی جمهوریت سرقونسلګری 

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما