امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۲/۱۰/۱۴- ۱۳:۲۳ - مشاهده: ۱۰۹

په جلال اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په سرقونسلګرۍ کې د کرمان د ترهګریزې پېښې اړوند د خواخوږی او ډاډګیرنی د یاددښتونو کتاب پرانیسته

د ایران د ملت، ظالمو او جنایتکارو دښمنانو یو ځل بیا ناورین رامنځته کړی دی، په ژورې خواشینۍ او خفګان سره مو خبر ترلاسه کړ چې د چهارشنبی ورځ د ۱۴۰۲ کال د جدی د میاشتی 13 نیټه د کرمان ښار د شهدا ګلزار سیمه او د شهیدانو د مقبرې په خوشبویه فضا کې د دوو خونړیو ترهګریزو چاودنو له امله ګن شمیر ایرانیان شهیدان او ټپیان شول، د دغې سترې غمیزې له امله د ایران شریف ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعاوې کوو.

د کرمان په شهدا ګلزار سیمه کښې له ناوړی او بزدلانه ترهګرۍ برید نه وروسته چې په کښې زیات شمېر ایرانیان شهیدان او ژوبل شول. د تسلیت او احترام په خاطر د ایران د اسلامی جمهوریت بیرغ به په سرقونسلګرۍ کې نیم ځوړند وی.

په همدې مناسبت او د کرمان شهیدانو ته د درناوی په موخه به د کال 1402 د جدی میاشتی 19م سه شنبی او 20م چهارشنبی ورځو کښی به په جلال اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کونسلګرۍ کې د خواخوږی او ډاډګیرنی د یاددښتونو کتاب پرانیستل شی.

تصاویر

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما