د اسلامی انقلاب د معظم رهبر پیغام د ښاغلی اسماعیل هنیه د شهادت په مناسبت
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د حماس د سیاسی دفتر د ستر مجاهد ښاغلی اسماعیل هنیه له شهادت وروسته په یوه پیغام کښې د دغه زړور مشر او ستر مجاهد د مړینې له امله اسلامی امت او د مقاومت جبهه او د فلسطین سرلوړی ملت ته تسلیت وړاندی کړ.
د ښاغلی معظم رهبر پیغام متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرّحمن الرّحیم
انا لله و انا الیه راجعون
د ایران ښاغلی ملت
د فلسطین زړور او نامتو مجاهد مشر جلالتمآب ښاغلی اسماعیل هنیه تیره شپه د الله تعالی حضور ته سفر وکړ او د مقاومت سترې جبهه یې په ویر کیناست. د جنایتکار او تروریست صهیونیسټی رژیم زمونږ ګران میلمانه زمونږ په کور کښې په شهادت ورسو او مونږ یې غمجن کړو او د ځان لپاره یې د سخت عذاب زمینه یی برابره کړ.
شهید هنیه د خپل قیمتی ژوند کلونه کلونه په باعزته مبارزه کې تیر کړل او شهادت ته یې چمتو شو او په دې لاره کې یې خپل اولادونه او ولسونه قربان کړ. هغه د خدای په لاره کې د شهید کیدو او د خدای د بندګانو د ژغورلو څخه ویره نه درلود، مګر موږ دا خپل دنده ګڼو چې د اسلامی جمهوریت په خاوره کې په دې تریخ او سخته پیښه کې د هغه بدل اخستل خپل مسئولیت ګڼو.
زه د اسلامی امت، د مقاومت جبهې، د فلسطین غیور او سرلوړی ملت او په ځانګړې توګه د شهید هنیه کورنی د هغه ملګرو ته چې له هغه سره په شهادت رسیدلی ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته د جمیل صبر غوښتنه کوم.
سید علی خامنه ای
د اګست 10 ، 1403، د محرم 25، 1446 سره سمون خوری
![](/files/jalalabadpashto/pages/2024081110121843183157264 (1).jpg)