امروز پنج شنبه  ۲۴ آبان ۱۴۰۳
۱۴۰۳/۰۷/۰۲- ۱۱:۱۹ - مشاهده: ۵۲

په جلال اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په جنرال قنسولګرۍ کې د یووالی اونۍ ولمانځل شو

په جلال اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په جنرال قنسولګرۍ کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد ورځ په ځانګړی مراسمو سره ولمانځل شو. ددی مراسمو ګډونوال د مسلمانانو ترمنځ په یووالی رامنځته کولو او د صهیونیسټ رژیم جنایتونو پر وړاندې د واحد صف په جوړولو باندی ټینګار وکړ.

وَٱعۡتَصِمُواْ بِحَبۡلِ ٱللَّهِ جمیعاً وَ لَا تَفَرَّقُواْ

د خداى رسۍ ټینګ ونیسئ او مه وېشئ (آل عمران ۱۰۳)

په جلال اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت جنرال قنسول مجید صادقی دولت آبادی، د ننګرهار ولایت مرستیال والی، بهرنیو چارو وزارت رئیس په ختیځ سیمه، د ننګرهار ولایت لوړپوړی چارواکی له شتون څخه خوښی څرګنده کړه او وویل: په ختیځه سیمه کې له چارواکو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د جنرال قنسولګرۍ اړیکې د متقابل احترام په بنیاد ولاړ او د دغو اړیکو د لاپیاوړی کولو هڅی کوو. هغه همداراز د امریکا او صهیونیسټ رژیم د ظلم او استکبار په وړاندې د اسلامی نړۍ یووالی اړین وباله.

 د ننګرهار مرستیال والی ښاغلی مولوی سعید احمد بنوری، طبس کان د غمیزی پېښې په اړوند خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند او زیاته یې کړه، د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره په ځانګړې توګه له اسلامی هېوادونو او ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې کوی.

د ننګرهار ولایت مرستیال والی زیاته کړه د ایران د اسلامی جمهوریت له حکومت سره زمونږ اړیکې اوس په مختلفو برخو کې بې ساری دی او مونږ هڅه کوو چې دغه اړیکې د امکان ترحده پیاوړې کړو. هغه د غاصب صهیونېسټ رژیم په مقابل کښې د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق په ضرورت هم تاکید وکړ.

عکسونه:

HAFTI WAHDAT

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما