امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۳/۰۱/۲۰- ۱۲:۱۴ - مشاهده: ۸۲

په دمشق کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت په قونسلی څانګی باندې د صهیونیسټی رژیم ترهګرېز برید د شهیدانو لپاره د ډاډګیرنی، خواخوږی کتاب پرانسته.

په دمشق کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت په قنسولی څانګی باندې د صهیونیسټی رژیم ترهګریز برید د شهیدانو لپاره د ډاډګیرنی او خوخوږی کتاب د لاسلیکولو لپاره په جلال آباد کی در ایران اسلامی جمهوریت په سرقنسولګری کی ګڼ شمېر چارواکو او شخصیتونو، ښاغلی مولوی فضل الهدی احمد، بهرنیو استازی، ښاغلی قاری محمد اصف ظهیر د ځوانان چارو رئیس او د ننګرهار ولایت د اطلاعات و فرهنګ استازی، شیخ تاج الدین، د ننګرهار ولایت د امنی قومندانی رییس دفتر په ګډون په جلال اباد کې د پاکستان هیواد سرقونسل ښاغلی وهاب الله خان افریدی او ختیځ سیمه کی د سره صلیب رییس ښآغلی سلطان ناصری په ګدون کړی و. د مراسمو ګډون وال د دغی ترهګریز برید غندلو سره د نړۍ مسلمانانو په یووالی او د استکبار پر ضد اقدام باندی ټینګار وکړ او د ایران اسلامی جمهوریت له ملت او حکومت سره یې خپله خواخوږی څرګنده کړ.

په دې مراسمو کې په جلال آباد کې د ایران اسلامی جمهوریت د قونسلګرۍ مرستیال ښاغلی بهرام جمالی، د ختیځې سیمې لوړپوړو چارواکو له ډاډګیرنی څخه مننه او په سوریې کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت په قونسلی څانګی باندې د صهیونیسټ رژیم ترهګرې برید په غندلو سره وویل چی دغه بزدلانه برید په داسې حال کې ترسره شو چې میلمانه د روژه ماتی په حال کښې وو او دغه ناوړه عمل د ډیپلوماټیکو اشخاصو او ځایونو له مصونیت څخه په ښکاره ډول سرغړونه ښایی او دا یې د نړیوالو مقرراتو، په تېره بیا د ډیپلوماټیکو قانوانیو په خاص ټوکه د ویانا ۱۹۶۱ کنوانسیون، د ۱۹۷۳ کال د جنایتونو د مخنیوی او مجازاتو د نړیوال کنوانسیون پر ضد،  نړیوالو خوندی اشخاصو پر وړاندې د جرمونو د مخنیوی کنوانسیون او د ملګرو ملتونو منشور په پام کې نه نیول سره شوی.

د دې مراسمو په پای کې او فاتحې له لوستلو وروسته، ګدون والو د شهیدانو لپاره د رحمت او مغفرت دعا وکړه او د ایران د اسلامی جمهوریت له ملت او حکومت سره یې خپل تسلیت شریک کړ.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما