امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۳/۰۳/۲۶- ۱۴:۲۸

د اسلامی انقلاب معظم رهبر: (د الله تعالی ذکر) او (د مسلمانانو اتحاد او ارتباط) د حج دوه ډېر مهم معنوی او اجتماعی عناصر دی.

ښاغلی حضرت آیت الله خامنه ای معظم رهبر، د حج او اوقافو له مسئولینو او د بیت الله الحرام د زائرینو سره په کتنه کښې د غزې سترې پیښې او د صهیونیسټی خون خور رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: سږ کال حج د قرانکریم مبارک ایتونو او د حضرت ابراهیم (ع) د یاد او مبارک نوم په رڼا کې باید له دغه جنایتکار او د مسلمانانو د دښمن څخه خلاصون کال وی.

هغه زیاته کړه، چې د حج پراخې غونډې او پېچلې مناسکو ته باید د تدبر په سترګو ولیدل شی، د مسلمان لپاره د زړه قوت او ډاډ سرچینه ده، او د دښمنانو او بدخواهانو لپاره لاندې ټکی یې په ګوته کړل:

-  د سږنی کال د حج له مراسمو څخه وروسته باید دغه برائت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مسلمانو هیوادونو او ښارونو کې باید ادامه پیدا کړی.

 -  تاسو وروڼو او خویندو چې حاجیان یاست، اوس د دې حقایقو او مشهورو تعلیماتو د عملی کولو په ډګر کې یاست.

 -  خپل فکر او عمل دې هغی ته نږدې کړئ او د دې عالی مفکورو سره ګډ شوی پیژندنه سره خپل کور ته راستون شی.

 -  دا ستاسو د حج د سفر ارزښتناک او ریښتینی سوغات دی.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما