امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۳/۰۴/۲۸- ۱۳:۴۶ - مشاهده: ۶۵

په جلال اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت جنرال قونسلګرۍ د ننګرهار ولایت له خلکو او قربانیانو سره خپله خواخوږی څرګنده کړه.

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې په ننګرهار ولایت کې د وروستیو سختو بارانونو او سیلابونو له امله ددی ولایت لسګونه استوکن مړه او ژوبل شوی او سلګونه کورونه ویجاړ شوی دی. په جلال اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت جنرال قونسلګرۍ د افغانستان له حکومت او ملت په تېره بیا د دغې پېښې د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره د خپلې ژور خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندی کوی.

ښاغلی بهرام جمالی،  په جلال اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت د جنرال قونسلګرۍ مرستیال، د پنجشنبې په ورځ د یوه رسمی‌پلاوی په مشرۍ د دغه ولایت له مرستیال ښاغلی مولوی سعید احمد بنوری او د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییز دفتر له رئیس مولوی فضل  هادی احمد سره وکتل او ددی پیښی اړوند خپل ژوره خواشینی او خواخوږی څرګنده کړه.

په دغه کتنه کښې ښاغلی جمالی وویل؛ چی افغانستان زمونږ مسلمان او دوست ګاونډی دی او په اسلامی عقایدو باندی یو ولاړ هیواد دی؛ ایران اسلامی جمهوریت د نړی به هر برخه کی مسلمانانو سره که د افغانستان په شان په ګاونډ که وی او د فلسطین شان لری پورت، وی خپل بشری مرستی رسونی ته تل چمتو دی او د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان د مرستې غوښتنې له انتظار پرته او د خپل اسلامی مسوولیت پر بنسټ، د دغه ولایت د ښاغلی والی په همغږی له زیانمنو شویو کورنیو سره په هراړخیزه بشری مرستو د برابرولو لپاره خپل چمتووالی اعلانوی.

تصاویر

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما