امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۱/۱۱/۲۳- ۱۴:۳۳ - مشاهده: ۱۸۷

ننګرهار کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریا څلورڅلویښتمه کالیزه ولمانځل شوه.

د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د 44م کلیزې په ځانګړی مراسمو سره جلال اباد کې د ایران اسلامی جمهوریت په قونسلګرۍ کې ولمانځمل شو.

په دی مراسم کی د ولایتی ادارې چارواکی، د بېلابېلو سوداګریزو خونو مشرانو او استازو، د خصوصی پوهنتونونو رییسانو او استازو او ګڼ شمیر خلکو برخه اخیستې وه.

 په جلال اباد کې د ایران اسلامی جمهوریت سرپرست مجید صادقی دولت ابادی په خپلو خبرو کې برخه والو ته د ایران اسلامی انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کالیزې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل، د اسلامی انقلاب ستر رهبر امام خمینې (ره) داسې یو نظام رانسکور کړ چې سلګونه کاله یې نړیوال استکبار یی تر شاه ولاړ و او د هغه ملاتړ یې کاوه.

مولوی فتح الله فاتح، د ننګرهار ولایت د عدلیې ریس چې د ولایتی ادارې په استازیتوب یې وینا کوله وویل دایران اسلامی جمهوریت زموږ ورور او ګاونډی هیواد دی او مونږ د هر هغی انقلاب ستاینه کوو چی پکی د اسلامی امت د یووالی لپاره کار شوی وی.

په پای کې په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو چارو سرپرست ریس مولوی فضل الهادی احمد، په خپلو خبرو کې د ننګرهار له ولایتی ادارې سره د ایران اسلامی جمهوریت د سرقونسلګرۍ د ښو اړیکو ساتلو مننه وکړه او وویل چی قونسلګری له حکومتی ادارو سره ښې کاری اړیکی لری او دختیځو ولایتونو په کچه یې خلکو ته د ویزو د ورکولو اسانتیاوې برابرې کړی دی.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما