امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۲/۰۱/۱۴- ۱۲:۰۹ - مشاهده: ۳۳۳

د ننګرهار له محترم والی سره د ښاغلی مجید صادقی لیدنه

په دې کتنه کې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اداری او مالی مرستیال ښاغلی مولوی محمد اسحق صاحب زاده هم شتون درلود او د ښاغلی ملا محمد نعیم اخند په دفتر کې ترسره شو، دواړو لوریو د خاتم الانبیاء کلینیک (شکر ناروغۍ ځانګړی کلینیک) پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر قلندری هم ګډون درلود؛ د دغه کلینیک وروستۍ وضعیت چې د ایران د اسلامی جمهوریت په ملاتړ سمبالیږی وڅیړل شوه او په همدې حال کې دواړو لورو خپل نظرونه وړاندې کړل.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما