په ننګرهار کښی د خراسان او روښان پوهنتونونو رئیسانو د ښاغلی مجید صادقی دولت آبادی سره وکتل.
د افغانستان د خصوصی پوهنتونونو اتحادیه رئیس ښاغلی ډاکټر احمد طارق کمال، په جلال اباد ښار کې د ایران اسلامی جمهوریت سرقنسول ښاغلی مجید صادقی دولت آبادی سره وکتل
په دې لیدنه کښې فاتح گل شینواری د روښان پوهنتون رییس او په ننګرهار ولایت کښی د بهرنیو چارو وزارت استازی هم ګډون درلود، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمی همکاریو د زیاتوالی په اړه خبرې وکړې.