امروز جمعه  ۳۰ شهريور ۱۴۰۳
۱۴۰۲/۰۷/۰۳- ۱۱:۲۸ - مشاهده: ۷۳

ډاکټر سید ابراهیم رئیسی د دینی عالمانو له یوې ډلې سره وکتل

په دې کتنه کې ښاغلی جمهور رئیس د الهی دینونو مشترکاتو ته د پاملرنې، د الله تعالی عبادت، په بشری ټولنه کې د عدالت پلی کولو، دعوت او له ظلم سره د مبارزې په برخه کې د پیغمبرانو اصلی رسالت په توګه د بشریت او عام ولس د لارښوونکو ټوکه ټینګار وکړ.

ډاکټر رئیسی په دې خبرې سره چې په الهی دینونو کښی هیڅ معتقد( ایمان لرونکی) ظالم نه شی کیدای او د صهیونیسټی رژیم لخوا په مظلومو فلسطینیانو باندی ظلمونه له یهودی دین سره هیڅ ډول اړیکی نلری او وویل؛ او دا چی یهودان عقیده او سپېڅلی اسمانی کتاب لری د ظلم کولو لپاره هیڅ ډول فتواه نه صادر وی. موږ تل د الهی مذهبونو عقاید لرونکو ترمنځ د خبرو اترو هرکلی کړی او باور لرو چې د مذهبونو تر منځ خبرې اترې به د ګډوټکو په روښانه کولو سره د ښه ژوند کولو لپاره له هغو څخه په استفادې کې ډېره مرسته وکړی.

ډاکټر رئیسی الهی دینونو او سپېڅلو کتابونو ته درناوی لازم وګڼله او په دې باندې په ټینګار سره چې د قرآن کریم سپکاوی د ټولو دینونو او انسانی ټولنې سپکاوی دی، نوموړی وویل: پوښتنه دا ده چې ولې ځینې غربی دولتونه قرآن ته د سپکاوی کول بیان آزادی بولی او له توهین کوونکی څخه حمایت کوی؟

ولسمشر په نړۍ کښې دین او روحانیت ته په ځانګړې توګه د لوېدیځو ځوانانو د پام وړ ودې ته په اشارې سره، د مذهب د تخریب لپاره له پراخو هڅو سره سره، سیاست، له معنوی پلوه نیمګړی، د نننی بشری ټولنو د ډېرو ستونزو لامل وباله.

او وویل، دا ستونزی د لومړی او دویم نړیوال جګره کښی هېوادونو د پراختیا او بېلتونپالنه ولی اوس د سیاست او روحانیت ترمنځ په واټن کښې موندل کېږی.

ډاکټر رئیسی د دینی عالمانو په غونډه کې د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د فلسطین مسئلې حل او د مظلومو فلسطینی په وړاندې د څه پاسه 70 کلن ظلم، نیونی، وژنې او تباهۍ د پای ته رسولو په اشاره وویل؛ د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودانو په شمول د ټولو فلسطینیانو عامه رایه، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په ابتکار د فلسطینیانو د برخلیک د ټاکلو او د حکومت ډول د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې طرح په ترسره کولو کښې چې په ملګرو ملتونو کې هم  ثبت دی د فلسطین د کړکیچ حل لپاره مناسبه لاره ده.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما