امروز پنج شنبه  ۲۴ آبان ۱۴۰۳
۱۴۰۳/۰۷/۰۷- ۱۲:۵۷

د سید حسن نصرالله د شهادت په مناسبت د انقلاب معظم رهبر وینا

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د سید حسن نصرالله د شهادت په مناسبت و فرمایل: د سید مقاومت لاره او ښوونځی به دوام لری،‌ د مقاومت جبهې حملې به د صهیونیستی ړنګېدونکدونکی رژیم پر وجود باندې نور هم غښتلی شی. د بیانی متن په لاندی ډول دی:

بسم اللّه الرحمن الرحیم

انا للّه و انا الیه راجعون

د ایران ښاغلی ملت

د اسلام ستر امت

په سیمه کې د مقاومت بیرغ پورته کوونکی، ستر مجاهد، تکړه دینی عالم، مدبر سیاسی مشر سید حسن نصرالله رضوان الله علیه تیره شپه د ورستیو پیښو په ترڅ کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید. د مقاومت ګران سید، د خپل عمر لسګونه کالونه د مبارزی په سپېڅلې راه او د جهاد فی سیبل الله کښی تیر کړ او همدارنګه د خپل کلونو جهاد او مبارزی پایلی بالاخره ترلاسه کړ. نوموړی په داسې حال کښی په شهادت ورسول شوچې نوموړی د بیروت ښار د بی ګناهو او بې کوره شوی خلکو د ویجاړو شویو کورونو او دهغوی د عزیزانو د دفاع لپاره پر طرحه جوړولو باندی بوخت وه، ښاغلی نصرالله همدارنګه د خپل عمر لسګونه کالونه د فلسطین مظلوم او زوریدلی ملت د کورونو او هغه سمیی چی د اشغالګر صهیونیستی رژیم لخوا غصب شوی دی د خلاصولو لپاره پکار او طرحی باندی بوخت و؛ او دا د سپیڅلی شهادت نعمت یی حق و.

اسلامی نړی ستر شخصیت او د مقاومت جبهی بیرغ پورته کوونکی مبارز؛ د حزبـالله لبنان بی نظیره رهبر له لاس ورکړ؛ اما د هغی تدبیر او د جهاد لاره به هیڅکله هم لمنځه نه ځی. هغه بنسټ چی د ښاغلی نصرالله لخوا په لبنان کښی ایښودل شوی دی د مقاومت د نور جبهو په را پیداکولو باندی به بدل شی؛ د هغی په نشتون سره به مقاومت لمنځه نه ځی بلکی د شهیدانو د ووینی په برکت به نور هم پیاوړی شی.

د مقاومت جبهی ضربات به د صهیونیستی زوال ته رسیدلی رژیم پر وجود (بدن) باندی به د الله په مرسته نور هم قوی اوغښتلی شی او دغه پلید رژیم به خپل شومو اهداف ته به ونرسیږی. د مقاومت ښاغلی سید؛ یو شخص نه بلکی نوموړی یوه لاره او ښوونځی وه؛ او دغه لاره به تل ادامه ولری؛ د شهید عباس موسوی وینه به پرځمکه پاتی نشی؛ همدارنګه د شهید سید حسن وینه هم پرځمکه پاتی نشی.

د ګران سید؛ محترمی میرمینی؛ چی پر دغه لاره کښی خپل زوی سیدهادی هم له لاسه ورکړی د هغی بچیانو ته؛ او هغه کورنیو ته چی پر دی لار خپل کورنی غړی له لاسه ورکړی دی؛ د حزب هر یو غړی ته؛ د لبنان ښاغلی ملت او چارواکو ته؛ د جبهی ټولو غړو ته؛ اسلامی امت ته، د سید حسن نصرالله او د هغی ملګرو د شهادت مبارکی او ډاډګیرینی مراتب وړاندی کوم؛ او ایران کښی پنځه ورځی ملی ماتم اعلانوم. الله تعالی دی هغوی عالی درجاتو ته ورسوی.

والسلام علی عبادالله الصالحین

سیّدعلی خامنه‌ای        

07 / 07 / 1403

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما