امروز پنج شنبه  ۲۴ آبان ۱۴۰۳
۱۴۰۳/۰۸/۰۸- ۱۴:۰۷

د ایران اسلامی جمهوریت په خلاف د صهیونیسټ رژیم د تیریو اړوند د ملګرو ملتو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه

د دوشنبې په ماښام د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په غوښتنه او د الجزایر، روسیې او چین په ملاتړ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه جوړه شوه.

د صهیونیسټی رژیم تیری پر اسلامی جمهوریت باندی؛ د ایران ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی؛ شنبې په سهار د ایران اسلامی جمهوریت په خلاف د صهیونیسټی رژیم له تیریو وروسته په یوه بیانیه کښې چې د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتو له منشور او د ایران تمامیت ارضی څخه څرګنده سرغړونه ده د ملګرو ملتو سرمنشی او استازی ته په استول شوی لیک کې د ددی شورا د دوهمې مادې د څلورمې فقرې په شمول د نړیوالو قوانینو له اصولو سره سم چې د زور له استعمال څخه منعه کوی، په کلکه ټوګه وغندل. 

دغه راز په دغه لیک کښې ټینګار شوی دی چې دغه تیری چې په غزه کښې له نسل وژنې او په لبنان کښې د جنګ له دوام سره ترسره کیږی د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدی ګواښ دی او په سیمه کښې د لا زیاتې بې ثباتۍ سبب کرځی.

د بهرنیو چارو وزیر په دغه لیک کښې همداشان ټینګار شوی دی چې د ایران اسلامی جمهوریت د ملګرو ملتو د منشور او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کښې د موجودو اصولو سره د دغه جنایتکارانه عمل په وړاندې د ځواب ورکولو لپاره هیواد یی حق لری.

د ملګروملتونو په شورا کښې د ایران اسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی امیرسعید ایروانی؛ د ملګروملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کښې وویل د ایران پرضد د اسرائیلو رژیم تیری ښکاره او تکرارعمل دی او دا برید د معافیت د پراخې روانې وحشتونو یوه برخه ده چې اسراییلی رژیم د قومی تصفیې او جنګی جنایتونو له لارې د فلسطین؛ لبنان او سیمې بې ثباته کولو ل
لپاره هڅی کوی.

متن دیدگاه
نظرات کاربران
تاکنون نظری ثبت نشده است

امتیاز شما