خبر آرشیف

د ایران اسلامی جمهوریت د آمریکا په غیرقانونی ټوګه وتل د برجام اتومی ټرون څخه د دوه ګونی عمل او د شک په سترګه ګوری. د ایران اسلامی جمهوریت د اروپایی ټولنې او د دریو اروپایی هیوادونو پریکړه د اټومی موافقې د اتم کال ترپایه د نه ترسره کولو اړوند یو غیرقانونی او مغرضانه عمل بولی او د برجام د موافقی د 2231 پریکړه لیک پر اساس د هغوی دا کړنلاره ته د کړکیچ د رامینځته عمل ګڼی. د ایران اسلامی جمهوریت د امریکا وتلو د برجام موافقی څخه یو غیرقانونی عمل بولی او د تازه بندیزونو د لګولو په غبرګون کښې د برجام د موافقی ۲۶ او ۳۶ مادو پرساس، او د خپلو حقوقو څخه د دفاع په چوکاټ کښې د تاوان جبرانول اړوند ګامونه اخستل د برجام د طرزالعملونه څخه بولی. د ایران د اټومی اقداماتو په ځواب کښې د اروپائی ټولنې او دریو اروپائی هیوادونو د مسولیتونو د نه پوره کولو پریکړه په بشپړه توګه له قانونی منطق څخه یو تش عمل ده، ځکه ایران له اټومی موافقې څخه د امریکا په وتلو سره اروپایی هیوادنو ته د ددی عمل جبرانولو په خاطر یو کال فرصت ورکړل. له هغې وروسته ایران هم په تدریجی ډول د خساراتو د جبرانول په خاطر اروپایی اتحادیی ته د خسارې جبرانوال فرصت برابر کړ او د ډیپلوماسۍ لاره خلاصه وساتلو. دا د منلو وړ نه ده چې اروپایی ټولنه او دری اروپایی هیوادونه دا غیرقانونی اقدام د ایران د کړنلارو خلاف مستند کړی چې دا کار په بشپړه توګه قانونی او د امریکا د وتلو د اټومی موافقی څخه او د اروپایی ټولنې او د دریو اروپایی هیوادونو د بې کفایتۍ په غبرګون کې وو. د ایران کړنې له حقوقی اړخه په بشپړه توګه قانونی دی او دا موضوع پخپله اروپایانو هم منلې ده.
۱۴۰۲/۰۶/۲۸